د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسی دفتر غړی حزام الاسد په عبرانی ژبه کې صهیونیسټانو ته په یوه پیغام کې ولیکل: هر څوک غواړی چې آرامه ویده شی یا قبرس ته لاړ شی او یا خپل هیواد ته راستانه شی.
هغه څرګنده کړه: موږ به غزه یوازې نه پریږدو. د ایرنا د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ دغه سیاسی غړی مخکي هم په یو پیغام کې ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم حیرانتیا د پوځی عملیاتو له لارې د یمن په وړاندي د تیریو تر بندیدو پورې به دوام ولری.
حزام الاسد په خپل یو پیغام کې ولیکل: د صهیونیسټ دښمن په خلاف د یمن پوځی عملیات د فلسطین په اشغتال شویو سیمو کې دوام لری. هغه تاکید وکړ: دغه سرښندنې به تر هغې دوام ولری تر څو چې تیری ونشی او د غزې د تړانګې د اوسیدونکو محاصره ختمه شوی نه وی.
د یمن پوځ په تیرو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د ملت له مقاومت څخه د ملاتړ او د طوفان الاقصی په چوکاټ کې د صهیونیسټانو څو کښتیو چې د صهیونیسټ رژیم د اشغال شوي سیمو ته روان وو، په باب المندب کې په نښه کړل او دصهیونیسټ رژیم په مرکزونو یې د لسګونو بې پیلوټه الوتکې او توغندیو په ذریعه حملې کړی دی.
د یمن پوځ دغه راز د اشغال شویو سیمو په تېره بیا تل ابیب باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څو کامیاب بریدونه کړی دی.
د یمن پوځ ژمنه کړې تر څو چې صهیونیسټ رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دوی بریدونه په صهیونیسټي کښتیو، یا هغه کښتیو چي د اشغالي سیمو په استقامت حرکت کوي، داوم ولري.
د پیغام پای/
Your Comment